کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې ۱۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي

6 جوزا 1398 ساعت 12:20

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، تېره شپه د دغو ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر یوه مرکز د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات شوي چې په پایله کې یې د دغې ترهګرې ډلې د نظامي مسول او یوه قومندان به ګډون ۱۱ تنه غړي وژل شوي دي.


 

د راپورونو له مخې په وژل شوو کسانو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسؤل ډاکټر بلال، مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، په عملیاتو کېد داعشیانو یو مرکز چې په کې د شپې دوربین، ۹میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې، لاسي بمونه، مخابرې، د داعش مهم اسناد، چاودیدونکې او نور توکې وو، هم لمنځه وړل شوي دی .


د مطلب کود: 185854

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185854/په-ننګرهار-کې-۱۱-تنه-داعش-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com