کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست ولایت کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان د برید پلان جوړولو پروخت وژل شوي

11 جوزا 1398 ساعت 19:45

دفاع وزارت وایي د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې یې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۰ طالب وسله وال چې د امنیتي ځواکونو پر پوسته یې د برید پلان درلود وژلي دي او یو موټر یې لمنځه وړل شوی دی.


 

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې په دې اړه ویل شوي،:” طالب ترهگرو غوښتل چې د (UNICEF) له خوا مهاجرینو او بیځایه شوو ته د ورکړل شوو خیمو نه په ګټه اخستنه پلان جوړ او د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي”.


د مطلب کود: 186130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186130/خوست-ولایت-کې-۱۰-تنه-وسله-وال-طالبان-د-برید-پلان-جوړولو-پروخت-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com