کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو په غزني کې یو قومي مشر وژلی او یو خبریال یې ټپي کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 اسد 1398 ساعت 8:49

وسله والو په غزني ښار کې یو قومي مشر وژلی او یو خبریال یې ټپي کړی



د غزني چارواکي خبر ورکوي چې نن غرمه د غزني په مرکز کې یو قومي مشر معلم عبدلرازق وژل شوی او تر څنګ یې د احمد شاه احمدي په نوم د ملي ټلویزیون یو تصویر اخیستونکی ټپي شوی دی.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، معلم عبدالررازق او احمدشاه احمدي د قلعه سبز په سیمه کې د برښنا شرکت ته څېرمه په یوه دوکان کې ناست و چې غرمه دولس بجې ورباندې ناڅرګندو کسانو د بې غږه وسلې په وسیله برید کړی.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
معلم عبدالرازق له غزني ولایته ولسي جرګې ته د راتلونکو ټاکنو احتمالي کاندید و.
 


د مطلب کود: 189004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189004/وسله-والو-په-غزني-کې-یو-قومي-مشر-وژلی-او-خبریال-یې-ټپي-کړی

آوا
  https://www.avapress.com