د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یوې چاودنې څلور کسان وژلي دي.
پاکستان بلوچستان ایالت کې چاودنه څلور کسان وژلي دی
9 اسد 1398 ساعت 11:27
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یوې چاودنې څلور کسان وژلي دي.
چارواکي وايي، د سې شنبې په ماښام په شوې دې چاودنه کې پر څلور وژل شویو سربېره تر ۲۰ زیات نور ټپیان شوي هم دي.
د چاودنې هدف د کوټې ښار په یوې مرکزي سیمه کې د پولیسو د ګزمې موټر وو.
په بلوچستان ایالت کې د پولیسو او اقلیت شیعه مسلمانانو پر ضد دا ډول پرلهپسې بریدونه او چاودنې کېږي.
د کوټې د مرکزي روغتون یو ډاکتر سلیم ابرو ویلي، څلور مړي چې دوه ماشومان او یوه ښځه پهکې شامل دي روغتون ته وړل شوي دي. د نوموړي په وینا د پېښې له ځایه تر ۲۵ زیات ټپیان هم وروړل شوي چې د ځینو روغتیايي وضیعت ښه نهدی.
د پاکستان بلوچستان ایالت د دې هېواد یو ناامنه ایالت دی چې پر سخت دریځو ډلو سربېره پهکې هغه بلوڅ بېلتونپال هم فعال دي چې د دې ایالت په طبیعي سرچینو کې د زیات واک غوښتونکي دي.
د مطلب کود: 189253