کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو درانده تلفات

5 سنبله 1398 ساعت 18:09

جوزجان سیمه ییز چارواکې د هیواد په شمال کې وایی چی تیره شپه ۸ بجو په شاوخوا طالبان د فیض آباد ولسوالی کوکلداش سیمی باندی تهاجمی بریدونه ترسره کړي چی د امنیتی ځواکونو سخت نښتی سره مخ شوی دی.


 

فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: دا نښته نن ورځی ۴ بجی سهار پوری ادامه درلود چی په ترڅ کې یی ۹ تنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.

همدارنګه په دی نښته کې ۱۲ تنه طالبان هم وژل شوی او ټپیان شوی دی او بلاخره د سیمی څخه شاتګ ته اړ شوی دی.

د فریدون انیق په وینا، مرستندویه ځواکونه سیمی ته رسیدلی او اوس امنیتی وضعیت په دی سیمه کې د  دولت ترکنترول لاندی دی.

دا په داسی حال کې دی چی طالبان د یو خبرپاڼي په خپرولو سره وایی چی اسلامی امارت مجاهدین د الفتح سریع عملیات په جریان کې، د فیض آباد ولسوالی کوکلداش سیمه کې د دشمن پر یو پوستی باندی برید کړی دی.

تیره شپه برید ترسره شوی چی له امله یی پوسته په پوره توګه فتحه او د پوسته ظالم قوماندان د باز محمد په نامه ۱۰ تنه پولیس او اربکی وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.

په همدی حال کې د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوال تائید کړی دی چی قوماندان باز محمد د طالبانو سره تیره شپی نښته کې د ۱۱ تنو کسانو سره چی تر امر لاندی یی وو، وژل شوی دی.


د مطلب کود: 190620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190620/په-جوزجان-کې-د-امنیتی-ځواکونو-او-طالبانو-درانده-تلفات

آوا
  https://www.avapress.com