د افغانستان دفاع وزارت په فراه ښار کې د پرونیو عملیاتو پر مهال د ۱۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
دفاع وزارت: په فراه ښار کې په پرونیو عملیاتو کې ۱۱۰ طالبان وژل شوي
ازادی رادیو , 16 سنبله 1398 ساعت 17:33
د افغانستان دفاع وزارت په فراه ښار کې د پرونیو عملیاتو پر مهال د ۱۱۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
د دغه وزارت چارواکي وایي، په وژل شویو کې د طالبانو مهم غړي شامل دي.
دوی وایي چې خپل عملیات یې اوس د فراه د ښار څنډو او نورو هغو سیمو ته غځولي چې د وسله والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دي.
وسله والو طالبانو د جمعې په شپه پر دغه ښار ډله ییز بریدونه وکړل.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د روغتیایي مسؤلینو له قوله وایي چې د پرونیو بریدونو پر مهال ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه ادعا کوي چې په دغه برید کې ګڼ شمېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
افغان چارواکي بیا د طالبانو دغه ادعاوې ردوي
د مطلب کود: 191217