کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مجلس یو غړۍ د پارلمان لپاره د ۲۰ دالرو یو سپي رانیولو غوښتونکی شوه

29 میزان 1398 ساعت 19:55

د نمایندګانو مجلس یو تن غړۍ ددی مجلس اداری هیات څخه وغوښتله چی د پارلمان او وکیلانو نور امنیت ساتلو لپاره یو سپۍ چی د هغی په وینا ۲۰ زره دالره قیمت لری، رانیول شی.



آوا خبرګزاری، کابل: شینکی کروخیل، د کابل خلګو نماینده نن ورځې مجلس ناسته کې پارلمان دهلیزونو کې د وکیلانو کارکوونکو او میلمنو راتلو او ګشت او ګذار څخه نیوکه وکړه.
آغلۍ کروخیل د وکیلانو څخه وغوښته ترڅو دا کسان مجلس ته دننه رانه وړی ځکه د هغه په وینا، امکان لری ددی کسانو له لاری، چاودیدونکې توکې ولیږدول شی او یو چاودنه ترسره شی. هغه زیاته کړه چی پاکستان هیڅ وخت نه غواړی پارلمان ساختمان چی د هندیانو له لوری جوړ شوی دی، سلامت پاته شی.
په دی حال کې هغی د مجلس اداری هیات څخه داسی غوښتنه وکړه: پولیس یو سپی چی چاودیدونکې توکی تشخیصوی نږدی ۱۸ څخه تر ۲۰ زره دالره پوری قیمت لری. تر هغه ځایه چی زه خبر لرم دا پیسی و پارلمان ته نه ورکول کیږی.
هغی وویل: باید دا سپی رانیول شوی وای او راوړل شوی وای.


د مطلب کود: 193683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193683/د-مجلس-یو-غړۍ-پارلمان-لپاره-۲۰-دالرو-سپي-رانیولو-غوښتونکی-شوه

آوا
  https://www.avapress.com