کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان او بغلان کې د پولیو نوې پيښې ثبت شوي

صدای امریکا , 20 قوس 1398 ساعت 16:43

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان او د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالیو کې دوه ماشومان په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي.



د جنوبي ولایتونو لپاره د پوليو ضد د بېړنو اقداماتو د مرکز چارواکي وایي، په ارزګان کې د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ د دولت له ولکی بهر سیمه کې ژوند کوي او له تېر اپریل میاشت راهیسې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ماشومانو ته کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین نه دی تطبیق شوی.
د جنوبي ولایتونو لپاره د پوليو ضد د بیړنیو اقداماتو د مرکز ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وويل، په ارزګان ولایتکې ګوزڼ وهلي ماشوم هیڅ واکسین نه دی اخیستی.
ښاغلي پخلا زیاته کړه، د پوليو ضد د ګډ پروګرام ټول همکار بنسټونه هڅه کوي، چې تر هر ماشوم پورې ګوزڼ ضد واکسین ورسوي، خو ځينې خنډونو يې مخه نیولې ده.
ده وویل:"تر هغو چې هر ماشوم پورې د پوليو ضد واکسین ونه رسیږي، د پوليو پرضد هڅې ممکن ټاکلی هدف تر لاسه نه کړي. په ارزګان ولایت کې اوسنۍ پېښه څرګندوي، چې جنوبي ولایتونه د پوليو تر لوړ ګواښ لاندې دي".
بل خوا د عامې روغتیا وزارت د پوليو پرضد د مبارزې د برخې یوه مسئول مرجان راسخ وایي، د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې ګوزڼ وهلې ماشومه څلور کاله عمر لري، چې دا په دې ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه ده.
د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۲۴ ته ورسید، چې ۹ په ارزګان، ۵ پېښې په هلمند، ۴ په کندهار ، ۲ دوه په پکتیکا، یوه په بادغیس، یوه په کونړ، يوه په ننګرهار او وروستې پېښه هم په بغلان ولایت کې ثبت شوې ده.
د پولیو د یادو پېښو څخه یوازې ۱۸ یې په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوي دي.
روغتیایي مسوولین وایي، چې د پولیو ویروس د مخنیوي لپاره باید ماشومانو ته کور په کور د ګوزڼ څاڅکي تطبیق شي، له دې پرته امکان لري چې په ماشومانو کې ددغې ویروسي ناروغۍ مخه ونیول شي.
 


د مطلب کود: 197791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197791/ارزګان-او-بغلان-کې-د-پولیو-نوې-پيښې-ثبت-شوي

آوا
  https://www.avapress.com