کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت سلاکار په کابل کي د ایران له سفیر سره ولیدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جدی 1398 ساعت 20:14

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب نن د کابل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر بهادر امینیان سره ولیدل.




د ملي امنیت سلاکار د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مننه وکړه، چي د کلونو په اوږدو کي یې افغان کډوالو ته په خپله خاوره کي ځای ورکړی او د ژوند شرایط یې ورته اماده کړي.
هغه وویل، چي افغان دولت خپلو خلکو، ګاونډیانو او متحدینو ته ډاډ ورکوي، چي خاوره به یې د هیڅ بهرني هیواد پر ضد نه کارول کيږي او هیله لري، چي ایران په افغانستان کي خپل مثبت او رغوونکي رول ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، افغان دولت هیله لري، چي د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحدو ایالاتو ترمنځ راپورته سوي اختلافونه د خبرو اترو له لاري حل سي.
د کابل لپاره د ایران سفیر بهادر امینیان په دې لیدنه کي وویل، چي هیواد یې د افغانستان له ښه نیت څخه ډاډه دی او له دې خاطره مننه کوي.
 


د مطلب کود: 199651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199651/د-ملي-امنیت-سلاکار-په-کابل-کي-ایران-له-سفیر-سره-ولیدل

آوا
  https://www.avapress.com