کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات-غور لوی لاره د طالبانو شتون څخه پاکسازی عملیات جریان لری

18 جدی 1398 ساعت 15:40

 
غور او هرات کې امنیتی چارواکې وایی چی امنیتی ځواکونه د دره کمنج څخه دره تخت لوری پرمختګ په حال کې دی او څو راتلونکې ورځو کې د هرات-غور لویه لاره د طالبانو شتون څخه په کلی توګه پاکیږی.



د آوا په ګزارش سره-غور: عبدالمعروف رامش د غور پولیس ویاند د هرات-غور لویی لاری پاکسازی عملیات په اړه آوا خبرنګار ته وویل، قرار دی چی ددی لویی لاری پوره پاکسازی نه وروسته څو امنیتی اډی ددی لاری ساتنې لپاره رامنځته شی.
هغه وویل چی دا عملیات د ۱۰ ورځو راهیسی د غور ولایت مرکز او هرات نمبر ۲ لویی لاری څخه شروع شوی او اوس امنیتی ځواکونه دره تخت لوری ته پرمختګ لری.
ښاغلی رامش وویل چی ددی عملیات په ترڅ کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ هیڅ ډول نښته نه دی رامنځته شوی او یواځی جادی ای ماین چاودنې له امله ۳ تنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدارنګه ۷۰ تنه نور د طالبانو څخه دولت سره یوځای شوی دی.
غور پولیسو ویاند زیاته کړه چی حاضر حال کې طالبان د دهن اقارب او دهن مرقه په سیمو کې چی د دره کمنج څخه تر دره تخت پوری لاره کې شتون لری او یو یا دوو ورځو کې به دا سیمی هم د امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی راشی.
په همدی حال کې عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند آوا خبرنګار ته وویل چی د هرات-غور لویی لاری پاکسازی د سیمی امنیت باندی ډیر اغیزه لری.
غور والی ویاند وویل چی تیره ورځ د امنیتی ځواکونو هوایی بریدونو له امله دره تخت سیمه باندی دوه کوچنیان خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور هم ټپیان شوی دی.
ویل کیږی چی امنیتی ځواکونه اخیرو عملیاتونو په ترڅ کې ډیر لاسته راوړنې درلودلی دی او ډیر سیمی د طالبانو کنترول څخه خارج شوی دی.
 


د مطلب کود: 200090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200090/د-هرات-غور-لوی-لاره-طالبانو-شتون-څخه-پاکسازی-عملیات-جریان-لری

آوا
  https://www.avapress.com