د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکوي چې که روغتیایي لارښوونې په پام کې ونهساتل شي، هېواد به تر راتلونکو دوو میاشتو د کرونا ویروس د ناورین د اوج شاهد وي.
امرالله صالح: افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو اوج ته د تلو په حال کې دی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جوزا 1399 ساعت 15:44
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکوي چې که روغتیایي لارښوونې په پام کې ونهساتل شي، هېواد به تر راتلونکو دوو میاشتو د کرونا ویروس د ناورین د اوج شاهد وي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ زره زیات شو په دې هېواد کې اندېښنې مخ پر زیاتېدو شوې.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۳» په یوه وېډیويي پیغام کې وایي، افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو اوج ته د تلو په حال کې دی.
دی وایي د افغانستان په اړه د بهرنیو او کورنیو روغتیایي بنسټونو د اټکلونو له مخې، که روغتیایي لارښوونې په سمه توګه په پام کې ونهساتل شي، دغه هېواد به تر راتلونکو دوو اوونیو په چټکتیا سره د کرونا ویروس د خپرېدو شاهد وي.
ښاغلی صالح په افغانستان کې ورځ بلې ته د کرونا ویروس د خپراوي زیاتېدلو پړه د هغو کسانو پر غاړه اچوي، کوم چې ګرځبندیز، قرنطین او روغتیايي لارښوونې نهمراعتوي.
د مطلب کود: 211275