کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر امنیتي چارواکي: د طالبانو له‌خوا ايښودل شوي ماینونه شنډ شول

26 جوزا 1399 ساعت 10:03


د لوګر امنیتي چارواکي وایي، ګډو ځواکونو په محمد اغې ولسوالۍ کې هغه دوه ماینونه شنډ کړي چې وسله‌والو طالبانو د تګ راتګ پر یوې لارې خښ کړي وو.

د لوګر د پولیسو ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته ویل، پل قندهاریو سیمه کې خښ شوي دغه ماینونه پرون کشف او هملته له منځه یوړل شول.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پرون د لوګر ګردیز لویه لاره کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه کې د سپرلۍ یو موټر څو ځایه په مرمیو ولګېد چې ۱۲ تنه په کې ټپیان شول.


د مطلب کود: 212108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212108/لوګر-امنیتي-چارواکي-د-طالبانو-له-خوا-ايښودل-شوي-ماینونه-شنډ-شول

آوا
  https://www.avapress.com