کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو له طالبانو عوښتي چې حکومت سره خبرو لپاره عملي ګامونه واخلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جوزا 1399 ساعت 18:55

د ناتو سازمان عمومي منشي، ينس سټولټنبرګ پر طالبانو غږ کړى چې د تاوتريخوالي کمولو سره افغان حکومت سره خبرو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.



سټولټنبرګ دا خبرې په بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ ناستې له پيليدو وړاندې کړي دي.
هغه له طالبانو همداشان غوښتي چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې تړيکې پرې کړي او پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
سټولټنبرګ د افغانستان وضع نازکه بللې او پر ټولو اړخونو يې غږ کړى چې د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه يوسي.
هغه د افغان سولې په اړه د وروستيو پرمختګونو هرکلى کړى او ويلي يې دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير ملاتړ کوي.
 


د مطلب کود: 212272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212272/ناټو-له-طالبانو-عوښتي-چې-حکومت-سره-خبرو-لپاره-عملي-ګامونه-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com