کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: امریکايي پوځیان د افغانستان له پنځو پوځي اډو وتلي

د صدای افغان خبری آژانس , 25 سرطان 1399 ساعت 19:47

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) منلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د توافق له مخې د افغانستان له پنځو پوځي اډو څخه امریکایي پوځيان وتلي دي.



د دغه وزارت له‌خوا په یوې اعلامیه کې چې د جولای پر ۱۴مه خپره شوې راغلي، د یادې موافقې د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل ځواکونه ۸،۶۰۰ ته کم کړي دي.
په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه کې د امریکایي ځواکونو د وتلو ترڅنګ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدل او له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې مخامخ خبرو پیلېدل نورې مهمې برخې دي.
د پنټاګون اعلامیه وایي، امریکایي پوځیانو یادې پنځه پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
د امریکا دفاع وزارت دغه‌راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مک‌کنزي پرون په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال هم په دې اړه د امریکا ژمنه تکرار کړه او ویې‌ویل چې متحده ایالات د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترورېستانو په پټن‌ځای بدل نه‌شي.
 


د مطلب کود: 214648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214648/پنټاګون-امریکايي-پوځیان-د-افغانستان-له-پنځو-پوځي-اډو-وتلي

آوا
  https://www.avapress.com