کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ظهير: ترکيه او ايران د افغانستان د مينیاتورۍ او خطاطۍ هنرونه په خپل نوم ثبتوي

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 9:44

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وايي، د مينياتورۍ او خطاطۍ د هنرونو اصلي زيږنځای د افغانستان هرات ولايت دی.


نوموړي پرون په يوه خبري غونډه کې وويل:
په وروستیو کې ترکيې او ايران هڅه کړې چې د مينياتورۍ او خطاطۍ هنرونه په خپل نوم ثبت کړي چې دا موضوع د افغانستان د اندېښنې وړ ګرځېدلې.
ظهير له ترکيې او ايران غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دقت وکړي او د دې هنرونو زيږنځای چې افغانستان دی او د هغې اصالت ته درناوی وکړي.
هغه زياته کړه، سلطان حسين بايقرا او اميرعلي شيرنوايي د مينياتورۍ او نقاشۍ بنسټ اېښودونکي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير وويل:
که چېرې پر دې دوو هنرونو د مالکيت ادعا کېږي، اصلي مالک يې افغانستان دی او په ټولو تاريخي متونو او سرچينو کې راغلي چې کمال الدين بهزاد د مينیاتورۍ، نقاشۍ او رنګ ورکولو بنسټګر دی.
ښاغلي زهير زياته کړه، چې دا دوه هېوادونو د دې په منلو سره چې افغانستان د دې دوو هنرو اصلي مالک دی، له موږ سره شريک شي.
نوموړي له يونسکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې د پام وړ او لازمه پاملرنه وکړي او دا دوه هنرونه د افغانستان په نوم او ايران او ترکيې په شراکت ثبت کړي.


د مطلب کود: 214669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214669/ظهير-ترکيه-او-ايران-د-افغانستان-مينیاتورۍ-خطاطۍ-هنرونه-په-خپل-نوم-ثبتوي

آوا
  https://www.avapress.com