کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر افغان سوله خبرې کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1399 ساعت 13:50

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


په ناروې کې د امریکا سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې اریکسون سوریده سره کتلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو لورو ترمنځ پرافغان سوله، د بین الاافغاني مذاکراتو پر پیل او دغه راز په بین الافغاني مذاکراتو کې د ښځو پر اساسي ونډه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې لیدنه کې خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ته د افغانستان د سولې د پرمختګ او د بین الافغاني مذاکراتو د څرنګوالي په تړاو معلومات ورکړل.
خلیزاد د سفرونو تازه پړاو د جولای په ۲۴ پیل کړ چې په دې پړاو کې به ناروې، بلغاریا، پاکستان، افغانستان او قطر ته سفرونه کوي.
دغه راز ناروې له هغو هیوادونو څخه ده چې د بین‌الافغاني مذاکراتو کوربه‌توب ته یې چمتووالی ښودلی دی.


د مطلب کود: 215696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215696/خلیلزاد-د-ناروې-بهرنیو-چارو-له-وزیرې-سره-پر-افغان-سوله-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com