کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پروان کې وسله‌وال برید ۴ ملکيان او یو سرتېری وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 سنبله 1399 ساعت 11:21

د پروان چارواکي په یوه وسله‌وال برید کې د څلورو ملکي وګړو او د ملي اردو د یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.


د پروان د امنیه قوماندانۍ سرپرست عبدالواسع رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید نن سهار مهال د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې وشو.
د ښاغلي رحیمي په وینا په دې برید او نښتو کې د ملي اردو یو سرتېری او څلور ملکیان چې د سپرلۍ رېکشا یې د پېښې له ځایه د تېرېدو په حال کې وه، ووژل شول.
په دې پېښه کې چې تر اوسه‌یې چا یا کومې ډلې مسؤلیت نه‌دی اخیستی، څلور تنه نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 217634

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217634/پروان-کې-وسله-وال-برید-۴-ملکيان-او-یو-سرتېری-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com