کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

درجه‌بندي؛ راشد او مجيب د نړۍ پر بالرانو او نبي په الرونډرانو پاچاهي کوي

20 سنبله 1399 ساعت 8:31

د ملي لوبډلې بل افغان لوبغاړي محمد نبي بيا د الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ګټلی دی.

د شل اووريزو لوبو د درجه بندۍ له مخې دغه راز د شل اووريزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې د انګلستان ډيويډ ملان لومړی او د پاکستان بابر اعظم دويم مقام ګټلی دی.

له بل لوري د يو ورځنيو لوبو د الرونډرانو يا ټول‌چارو په درجه بندۍ هم محمدنبي لومړی مقام ګټلی دی او راشدخان په دويم مقام دی او مجيب الرحمن بيا د يو ورځنيو لوبو د بالرانو درجه بندۍ کې درېيم او راشدخان ۹ مقام ګټلی دی.

د يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو درجه بندۍ کې د هند ويرات کوهلي لومړی او د همدې هېواد روهېت شرما دويم مقام له ځان سره لري.



د مطلب کود: 218511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218511/درجه-بندي-راشد-او-مجيب-د-نړۍ-پر-بالرانو-نبي-په-الرونډرانو-پاچاهي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com