کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بادغیس پخوانی سناتور له پنځو نورو کسانو سره د طالبانو کمین کې ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس , 24 سنبله 1399 ساعت 17:59

د بادغیس ولایت پخوانی سناتور او قومي مشر، حاجی رنګین مشکوانی او ورسره پنځه نور کسان د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شول.



دا پيښه نن دوشنبه له غرمې وروسته د بادغیس ابکمري ولسوالۍ مبارکشاه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ابکمري ولسوالۍ ولسوال، خداداد طیب د دې خبر په تایید سره ویلي چې طالبانو حاجی مشکوانی او هغه سره پنځه نور کسان له موټره ښکته کړي او په ډزو وژلي دي.
حاجی رنګین په بادغیس کې یو مخور قومي مشر و او همیشه یې د قومي او سیاسي لانجو حل لپاره هڅه کوله.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 218872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218872/د-بادغیس-پخوانی-سناتور-له-پنځو-نورو-کسانو-سره-طالبانو-کمین-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com