کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زده کړو دوام په بلخ کې د کارګرو ماشومانو هیله ده

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 15 جوزا 1401 ساعت 10:01

په بلخ ولايت کې يو شمېر کارګر ماشومان وايي، چې ښوونځيو ته تلل؛ خو د بې وزلۍ او اقتصادي ضعف له امله نه شي کولى خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې غواړي چې زده کړه وکړي او خپل وطن ته خدمت وکړي او له چارواکو غوښتنه کوي چې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي څو ماشومان کار ته اړ نه شي.


آوا - بلخ: په بلخ ولایت کې د کارګرو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله ډېر شوی او یو شمېر دغه ماشومان د خښتو په بټیو، فابریکو او لاریو کې درانه کارونه کوي.

 مزارشریف ښار؛ د بلخ ولایت مرکز د افغانستان د شمال اقتصادي مرکز دی. له همدې امله، د داخلي بې ځایه شویو خلکو تمرکز د کار لپاره هیواد ته د مهاجرینو او نورو اتباعو په راستنیدو دی.

 د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې بې وزله کورنۍ له خپلو ماشومانو سره په سختو کارونو بوختې دي.

 د بلخ ولایت د خښتو په بټیو کې یو شمېر ماشومان چې کار کوي، آوا ته وویل: «موږ د یوې ډوډۍ د پیدا کولو او د ژوندي پاته کیدو لپاره د خښتو په بټو کې کار کوو او په ډېرو مواردو کې د کار له فشار سره ناروغه کېږو.

 دوی وايي: موږ به ښوونځي ته تللو؛ خو د بې وزلۍ او اقتصادي ضعف له امله مو خپلو زده کړو ته دوام نه دی ورکړی او په راتلونکي کې د زده کړو او وطن د خدمت هیله کوو او پر چارواکو غږ کوو چې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي تر څو ماشومان کار کولو ته اړ نه شي.

 دا ماشومان په لمر کې کار کوي، د خښتو مولډونه چې وزن یې له ۲۰ کیلوګرامو څخه زیات وي او هیڅ طبي اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.

 په همدې حال کې مولوي نصیر احمد ابو خالد؛ د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رئيس وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت رهبري د کارګرو ماشومانو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کوي. ځکه دا ماشومان زیانمنونکي دي او باید د ځان او هیواد د راتلونکي لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 د يادونې وړ ده، چې په بلخ ولايت کې د خښتو د بټيو کارګران زياتره ښځې او ماشومان دي او ریاتره يي د یوه کورني دی دوی دا کار کوي تر څو له لوږې او بې کوره کېدو وژغورل شي.
 


د مطلب کود: 253791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253791/د-زده-کړو-دوام-په-بلخ-کې-کارګرو-ماشومانو-هیله-ده

آوا
  https://www.avapress.com