کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۹/۱۱ د قربانیانو کورنۍ: د افغانستان د پیسو زیرمې زموږ حق نه دی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 19 جوزا 1401 ساعت 9:32

د یوې امریکايي رسنۍ د راپور له مخې، د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو یو شمېر کورنیو په دې خبرې ټینګار سره چې د افغانستان د پیسو زیرمې زموږ حق نه دی، د بایډن له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.


آوا، د سپتمبر د یوولسمې نیټې د قربانیانو یو شمیر کورنیو د بایډن پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک بندې شوې پیسې دې خوشې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د بایډن له حکم سره سم؛ د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، د دغو مرستو یوه برخه به د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ځانګړې شي.
 
د قربانیانو کورنیو ویلي چې د عامو افغانانو د شتمني ضبطول به د عدالت غوښتلو لپاره ښه لاره نه وي.
 
د اسلامي امارت له خوا د افغانستان د بیا نیولو وروسته، د امریکا حکومت د امریکا د مرکزي بانک اوه ملیارده ډالره زیرمې کنګل کړې او د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته یې د ورکړي خبره وکړه.
 
د پیسو کنګل کیدل په افغانستان کې د بانکدارۍ دوره په ټپه ودروله او خلک حتی د هیواد په بانکونو کې خپلو نغدو پیسو ته لاسرسی نه لري او د نغدو پیسو کمښت د اقتصادي بحران او قحطۍ لامل شوی.
 


د مطلب کود: 254015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254015/د-۹-۱۱-قربانیانو-کورنۍ-افغانستان-پیسو-زیرمې-زموږ-حق-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com