کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې زلزله / د ایران، قطر او پاکستان مرستې افغانستان ته ورسېدې

2 سرطان 1401 ساعت 13:40

د اسلامي امارت ویاند په خپل ټوېټر پاڼه کي لیکلي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره درېیو هېوادونو ایران، قطر او پاکستان بشري مرستې ترلاسه کړې دي. جاپان، امریکا او جرمني هم له قربانیانو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.


آوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار (پنجشنبه سرطان۲) په خپل ټوېټر پاڼه کي لیکلي چې د قطر د بشري مرستي یوه الوتکه تیره شپه په کابل کې رارسیدلي دي.
 
د هغه په ​​وينا، ايران هم زلزله ځپلو ته د بشري مرستو دوه الوتکې رالیږلي دي.
 
مجاهد لیکلي، چې له پاکستان څخه خوراکي او د اړتیا وړ اته لارۍ موټر د ځمکې له لارې پکتیکا ولایت ته رسېدلي دي.
 
د جاپان، امریکا او جرمني حکومتونو هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د سه شنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د پکتیکا او خوست په ګډون د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول.
 
د اسلامي امارت د وروستیو احصایو له مخې یوازې د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر زرو زیات کسان وژل شوي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان دي.
 
اسلامي امارت له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره له مرستندویه موسسو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
 
په ځینو ولایتونو کې اوسیدونکو هم د قربانیانو لپاره د مرستو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
 


د مطلب کود: 254680

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254680/پکتیکا-کې-زلزله-د-ایران-قطر-او-پاکستان-مرستې-افغانستان-ته-ورسېدې

آوا
  https://www.avapress.com