کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې د ګازو د انحصار د بندولو لپاره د اروپا چمتووالی / اروزولا فن‌ در لاین: د ګاز بحران به ټول غړي هیوادونه اغیزمن کړي

4 اسد 1401 ساعت 9:31

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر د دې اتحادیې له غړو هېوادونو غوښتي چې د روسیې د ګازو د بشپړ بندولو لپاره چمتووالی ونیسي. دده په وینا؛ د اروپایی اتحادیې اقتصاد یو له بل سره تړلی دی او د ګاز بحران به ټول غړي هیوادونه په ځانګړي ډول اغیزمن کړي.


آوا: د اروپایی اتحادیې د کمیسیون مشرې اروسلا وان دیر لاین ویلي: روسیه اوس مهال د اروپایی اتحادیې ۱۲ غړو هیوادونو ته په محدوده اندازه ګاز ورکوی او یا هیڅ ګاز نه ورکوی.
 
هغه زیاته کړه چې ژر یا وروسته اروپا باید تر ټولو بد انتخاب ته چمتو شي، یعنې د روسیې د ګازو د اکمالاتو بشپړ بندول.
 
د اروپايي ټولنې مشر له هغو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې پر ګازو لږ تکيه دي د انرژۍ د سپمولو په هڅو کې برخه واخلي.
 
وان دیرلاین وویل: "حتی د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه چې د روسیې په ګازو تکیه نه کوي، نشي کولی د روسیې د ګازو د احتمالي بندیدو د پایلو مخه ونیسي."
 
هغه زیاته کړه چې په اروپايي ټولنه کې اقتصادونه یو له بل سره تړلي دي او د ګازو بحران به ټول غړي هیوادونه په ځانګړي ډول اغیزمن کړي.
 
د راپورونو له مخې تر دې مخکې روسیې ځینو اروپايي هېوادونو ته د نورډ سټریم پایپ لاین د غځولو بهیر د لسو ورځو لپاره بند کړی و.
 


د مطلب کود: 256156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256156/د-روسیې-ګازو-انحصار-بندولو-لپاره-اروپا-چمتووالی-اروزولا-فن-لاین-ګاز-بحران-ټول-غړي-هیوادونه-اغیزمن-کړي

آوا
  https://www.avapress.com