کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تاشکند غونډه؛ د پاکستان استازي د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه

6 اسد 1401 ساعت 8:43

د پاکستان استازي د تاشکند په نړیواله غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران د حل لپاره باید د امریکا بندیزونه لغوه شي او د افغانستان شتمنۍ باید آزادې شي.


آوا: محمد صادق؛ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ (د اسد ۴مه) د افغانستان د مسئلې په اړه په تاشکند کې نړیوالې غونډې ته په خپله وینا کې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو کنګل شوې زېرمې د افغانانو پورې تړلې وبللې او د بندیزونو د لیرې کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د دې شتمنیو خوشې کول د معیشت د بیا رغونې او د افغانستان د اقتصادي بحران د حل لپاره حیاتي دي.
 
نوموړي د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د ازبکستان په کوربه توب د افغانستان د امنیت او پراختیا په اړه په نړیواله غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت وروستي دریځونه تشریح کړل.
 
د پاکستان استازي هم په دې کتنه کې وویل: په افغانستان کې له اسلامي امارت څخه غواړو چې خپلې ژمنې چې بشري حقونه، د ښځو وضعیت، د نجونو تعلیم او له نړیوالو بنسټونو سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې کوي، هېرې نه کړي.
 


د مطلب کود: 256262

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256262/د-تاشکند-غونډه-پاکستان-استازي-افغانستان-شتمنیو-خلاصون-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com