کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو وزارت د تیرې اونۍ له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه

10 اسد 1401 ساعت 14:19

د کانونو او پټرولیم وزارت د تېرې اونۍ په ترڅ کې د دغه وزارت ۲۰۰ میلیونه افغانیو عوایدو ته په اشارې سره او له دغې اندازې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، دا یو بې ساری کار بولي.


آوا: د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا، په یوه اونۍ کې د ۲۰۰ میلیونه افغانی  چي ۳.۹ میلیونه ډالره کیږي، عاید ترلاسه کول یو بې ساری کار دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې له کانونو څخه ١٨٤ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.
 


د مطلب کود: 256460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256460/د-کانونو-وزارت-تیرې-اونۍ-له-لاسته-راوړنو-څخه-خوښي-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com