کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب د انګورو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

31 اسد 1401 ساعت 10:04

د فارياب د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زيات شوي دي.


آوا - مزارشریف: عزت الله نورانی؛ د فارياب د کرنې او اوبو لګولو رييس نن دوشنبه د اسد په ٣١مه، آوا ته وويل: سږ کال له وچکالۍ سره سره نه يوازې د انګورو حاصلات نه دي کم شوي؛ بلکه،  ۴۰٪ زیاتوالی ښیي.
 
د هغه په ​​وينا، سږ کال باغ لرونکو له خپل باغ څخه ٧٠ منه انګور ترلاسه کړي، چې تېر کال يې ٤٠ منه انګور ترلاسه کول.
 
د فارياب د کرنې رييس وويل، چې په فارياب کې شاوخوا ١٥٥٤٥ هکتاره د انګورو باغونه شته، چې له ٧٠زره ټنه ډېر انګور به ترلاسه شي.
 
د روان پسرلي په پيل کې د فارياب د کرنې رياست چارواکي په دغه ولايت کې د بې سارې يخنۍ او ږلۍ له امله اندېښمن وو. خو د دې ادارې مشر وايي، د اقلیم له بدلون سره سره انګورو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
 
نوراني زياته کړه، د فارياب انګور په ځانګړي ډول د ميمنې ښار د قيصار، المار، خواجه سبزپوش او شيرين تګاب ولسواليو ډېر مشهور دي او د هېواد په شمالي بازارونو او همدارنګه په کابل کې د نورو ولايتونو د انګورو په پرتله په لوړه بيه پلورل کېږي.
 


د مطلب کود: 257445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257445/د-فاریاب-انګورو-په-حاصلاتو-کې-۴۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com