کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین او تایوان ترمنځ زیاتیدونکي کړکیچ / تایپي د توغندیو سیسټمونو ته خبرداری ورکړ

6 سنبله 1401 ساعت 10:27

په عين حال کې چې د چين او تايوان ترمنځ کړکېچ زيات شوی، د چين د خلکو د ازادۍ پوځ ځواکونو د دواړو هېوادونو د منځني کرښې په تېرېدو سره د تايپي د توغنديو سيسټمونه د خبرداري په حال کې دي.


آوا: د تایوان د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د چین د خلکو د آزادۍ پوځ په یوه ډیر پارونکی اقدام کې د تایوان او چین تر منځ له منځنۍ کرښې څخه تیری کړی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه کرښه پخوا يوه غير رسمي پوله وه، خو د بېجينګ او تايپي له خوا يې په پراخه کچه درناوی کېده.
 
د تایوان د دفاع وزارت زیاته کړه چې د تایوان پوځ د چینایي ځواکونو ته د راډیویي خبرداریو په ځواب کې ځواب ورکړی او د هوايي ګزمې ځواکونه، سمندري کښتۍ او د ساحلي توغندیو سیسټمونه یې د خبرتیا په حال کې دي.
 
د تایوان د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ټولټال ۴۹ الوتکې د دغه هیواد د هوایي مدافعې سیمې ته ننوتلي دي.
 
دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې چین تایوان ته د نانسي پلوسي د سفر په اړه د کړکېچ د زیاتېدو اصلي لامل امریکا ګڼي.
 
بیجینګ پر پلوسي او د هغې پر کورنۍ بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې له واشنګټن سره به د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په ګډون په څو مسایلو کې همکاري وځنډوي.
 


د مطلب کود: 257726

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257726/د-چین-او-تایوان-ترمنځ-زیاتیدونکي-کړکیچ-تایپي-توغندیو-سیسټمونو-ته-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com