کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د ګمرکي تعرفو لوړېدل/ افغانستان څخه د مېوو صادرات وځنډول شول

17 سنبله 1401 ساعت 11:29

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د حکومت له لوري له افغانستان څخه پر تازه او وچو مېوو د ګمرکي تعرفې له زیاتېدو وروسته د دغو محصولاتو واردات بند شوي او د افغاني مېوو لسګونه لارۍ د پولې تر شا ولاړې دي.


آوا: د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان پر تازه او وچو مېوو ګمرکي تعرفه له ۲۰ زرو افغانیو څخه تر ۹۵ زرو افغانیو پورې لوړه شوې ده.
 
د ګمرک چارواکي وايي، څه باندې ۲۰۰ لارۍ چې له سپین بولدک څخه چمن ته ننوتلي او پاکستاني واردونکو ته یې میوې بار وې، ځکه په ګمرک کې ولاړې وې چې واردونکي د نوي ګمرکي تعرفې له مخې مالیه ورکولو ته چمتو نه وو.
 
انګور، انار او نورې موسمي مېوې چې په موټرونو کې بار دي، که ګمرکونه له دوو تر دریو ورځو خلاص نه شي، خرابېږي.
 
د تصفیې او ترانسپورت چارواکو ویلي، تر هغه چې نوې تعرفه نه وي وضع شوې، له افغانستان څخه به د مېوو واردات بند پاتې وي.
 
دوی زیاته کړه چې له افغانستان څخه د مېوو د وارداتو په ځنډولو سره به پاکستان د تازه مېوو له کمښت سره مخ شي. ځکه په بلوچستان، سندهـ او خېبرپښتونخوا کې باغونه سېلابونو تباه کړي دي.
 


د مطلب کود: 258317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258317/د-پاکستان-ګمرکي-تعرفو-لوړېدل-افغانستان-څخه-مېوو-صادرات-وځنډول-شول

آوا
  https://www.avapress.com