کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش:

له پاکستان سره د سوداګرۍ د تړون لاسلیک له هند څخه د ځمکنیو وارداتو مخه نیولې ده

20 سنبله 1401 ساعت 11:21

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي، چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې هوکړې له لاسلیک سره افغانستان ته د ځمکې له لارې د هندي توکو واردات بند شوي دي.


آوا: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د شنبې په ورځ (سنبلي ۱۹) په یو لړ ټویټونو کې افغانستان ته د هندي توکو په وارداتو کې د کموالي خبر ورکړ.
 
دغه سازمان ویلي چې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه بهر ته د مالونو تګ راتګ د تېر کال په پرتله له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې کم شوی دی.
 
په همدې حال کې سیګار زیاته کړه چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې ۱،۸ میلیونه ټنه سکاره پاکستان ته صادر شوي چې د دغه محصول په صادراتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
 
سیګار ویلي چې د ډبرو سکرو دغه اندازه د هغو کانونو څخه ترلاسه کیږي چې ماشومان پکې کار کوي.
 
ډبرو سکرو یو له هغو مهمو توکو څخه دی چې په وروستیو میاشتو کې په بې ساري ډول پاکستان ته صادر شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او د خلکو زیاتره توکي له بهر څخه واردېږي او هند د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
 


د مطلب کود: 258442

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258442/له-پاکستان-سره-د-سوداګرۍ-تړون-لاسلیک-هند-څخه-ځمکنیو-وارداتو-مخه-نیولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com