کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اقتصاد وزارت: شاوخوا دوه زره غیر دولتي بنسټونو خپل فعالیتونه بند کړي دي

23 سنبله 1401 ساعت 9:19

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د کابو دوه زره غیر دولتي بنسټونو د تړلو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د اقتصاد وزارت وايي، په دغه وزارت کې ټولټال ۲۳۶۹ کورني او بهرنۍ غیر دولتي موسسې ثبت دي، چې له دې ډلې یې اوسمهال یوازې ۴۶۱ موسسې فعالیت کوي.
 
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب رسنیو ته وویل، چې له دغو بنسټونو څخه ۳۰۰ یې کورني او ۱۶۱ یې بهرنۍ دي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال د طالبانو د حکومت په اقتصاد وزارت کې ١٠٩ نوې غيردولتي بنسټونه ثبت شوي، چې له دې ډلې ١٠٣ يې کورني او شپږ نورې يې بهرنۍ دي.
 
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ټولې غیر دولتي ادارې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي.
 


د مطلب کود: 258583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258583/د-اقتصاد-وزارت-شاوخوا-دوه-زره-غیر-دولتي-بنسټونو-خپل-فعالیتونه-بند-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com