کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی وکړ

26 سنبله 1401 ساعت 15:02

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې د ۵۰۰ زره یورو مرستې هرکلی کړی دی.


آوا: د خوړو نړیوال پروګرام نن (جمعه، سنبلی ٢٦) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې به د شپږو میاشتو په موده کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې ۱۷۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي.
 
ماریانا فرانکو، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د مرستو څارنه کوي، په یوه بیان کې ویلي، چې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو افغانانو سره به مرستې دوام وکړي.
 
په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د جون د ٢٢مې په زلزله کې تر ١٠٠٠ زيات کسان مړه شول. دا زلزله په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې بې سارې بلل شوې ده.


د مطلب کود: 258723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258723/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-له-افغانستان-سره-اروپايي-ټولنې-مرستو-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com