کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا تر اوسه څه باندې ۷۲ زره افغان کډوال مېشت کړي دي

30 سنبله 1401 ساعت 13:48

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، دغه هېواد په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا رامنځته کېدو وروسته؛ تر اوسه پورې له ۷۲ زرو څخه زیات افغان کډوال ځای پر ځای شوي دي.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ (سنبلي ۳۰) په یوه ټویټ کې د هغه ټیم ستاینه وکړه چې په دې برخه کې یې کار کړی دی. ښاغلي بلینکن دغې لوبډلې ته د   SAMMIES2022 جایزه هم ورکړې ده.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې ۷۲ زره افغان اتباع د امریکا په ۳۳۱ ښارونو او ۴۹ ایالتونو کې مېشت شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې امريکا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد زرګونه اتباع په ځانګړې توګه هغه کسان چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې له امريکايي ځواکونو سره کار کاوه، امریکا ته لېږدولي او دا لړۍ دوام لري.
 


د مطلب کود: 258880

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258880/امریکا-تر-اوسه-څه-باندې-۷۲-زره-افغان-کډوال-مېشت-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com