کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د ټاپي پروژې پر سست تطبیق نیوکه کوي

14 عقرب 1401 ساعت 13:14

د پاکستان د انرژۍ وزیر د ټاپي پروژې پر سست تطبیق نیوکه وکړه او په ډاګه یې کړه چې د تېلو او ګازو د رسولو کوم سوداګریز تړون به له کوم بهرني شرکت سره چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې وي، لاسلیک نه کړي. نوموړي ویلي چې تر دې مهاله یوازې ترکمنستان د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره خپله ستراتیژیکه ژمنه وړاندې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي پیل په اړه هر اړخیزه ژمنه کړې وه.


آوا: د پاکستان د انرژۍ وزیر مصدق ملک وايي، د دغه هېواد فدرالي حکومت یوازې د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند (ټاپي) ګازو د نل لیکې د غځولو لپاره له ترکمنستان څخه ستراتیژیکه ژمنه ترلاسه کړې ده.
 
د پاکستان د انرژۍ وزیر د جمعې په ورځ (نومبر ۴) پاکستاني رسنیو ته وویل چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره یې د ګازو د رسولو او په پاکستان کې د پایپ لاین د بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
 
د ملک په خبره، ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د لېږد د لګښت پر سر اختلاف لري.
 
د پاکستان د انرژۍ وزیر ویلي دي چې د تیلو او ګازو د رسولو هیڅ سوداګریز تړون به له کوم بهرني شرکت سره لاسلیک نه کړي چې د نړیوالو بندیزونو تابع وي.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي پیل لپاره زمینه مساعده ده او دوی ژمن دي چې د دغې پروژې امنیت تامین کړي.
 
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژه له څه باندې شلو کلونو راهیسې په نظري توګه روانه ده. که څه هم د دې پروژې عملي کار د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پرانستل شو؛ خو د امنیتي دلایلو او د بودیجې د نشتوالي او بالاخره د تېر حکومت د سقوط له امله یې عملیاتي چارې په بشپړه توګه ودرول شوې.
 


د مطلب کود: 260540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260540/پاکستان-د-ټاپي-پروژې-پر-سست-تطبیق-نیوکه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com