کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړ شو

22 قوس 1401 ساعت 12:18

د ملي تدارکاتو کمیسیون د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د شفافیت، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو، د تدارکاتي ستونزو د حل او د تدارکاتي چارو د تنظیم په موخه جوړ شو.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی چارو مرستیال دفتر نن (قوس ۲۲) په یوه بیان کې ویلی چې د ملی تدارکاتو کمیسیون د اسلامی امارت د رهبرۍ د فرمان پر اساس جوړ شو.
 
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه کمېسیون مشري به د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه اداره د شفافیت، اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو، د تدارکاتي ستونزو د حل او د تدارکاتي فعالیتونو د تنظیم په موخه جوړه شوې ده.
 
د دغه کمیسیون لومړۍ غونډه به د روان کال د قوس میاشتې په ۲۲مه جوړه شي.
 
د یادولو وړ ده چې د جمهوري ریاست په دوره کې د ملي تدارکاتو کمیسیون د اشرف غني له خوا جوړ شو چې په هغه وخت کې د ملي تدارکاتو کمیسیون په فساد تورن و.
 


د مطلب کود: 262241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262241/د-ملي-تدارکاتو-کمېسیون-ملا-عبدالغني-برادر-په-مشرۍ-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com