کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: روسیه د اټومي وسلو کارولو ته چمتو نه ده

23 قوس 1401 ساعت 12:12

په ناټو کې د امریکا سفیر وايي، روسیه چمتو نه ده چې خپلې اټومي وسلې وکاروي، خو ناټو هوښیاره ده او د مسکو کړنې به څاري.


آوا: په ناټو کې د امریکا سفیر جولیان سمت د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال وویل: «په دې پړاو کې موږ داسې نښې نه وینو چې روسیه دې داسې کوم ګام پورته کړي.
 
سمېت زیاته کړه، د ناټو اتحاد هوښیار پاتې دی او وضعیت له نږدې څاري.
 
د امریکا سفیر همداراز ژمنه وکړه چې روسیې ته به د اټمي وسلو د کارولو په اړه خبرداری ورکړي.
 
هغه وویل: موږ روسیې ته دا پیغام ورکوو چې که دا کار وکړي، دا به د دې هیواد لپاره بې ساري پایلې ولري او موږ به وضعیت له نږدې تعقیب کړو.
 
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره چهارشنبه وویل چې روسیه نړۍ ته خطر نه پېښوي که څه هم "ډیرې پرمختللې او عصري" اټومي وسلې لري او په لومړي سر کې یو مخنیوی دی.
 
د پوتین د خبرو په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس وویل چې د پوتین څرګندونې غیر مسوولانه او خطرناکې دي.
 


د مطلب کود: 262311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262311/امریکا-روسیه-د-اټومي-وسلو-کارولو-ته-چمتو-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com