کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران امکان

7 جدی 1401 ساعت 15:15

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورو او سختو ورښتونو احتمال اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې نن له غرمې وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کې یوه خبر خپور کړې او ویلي یې دي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان او میدان وردګو ولایتونو اروزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني او پکتیکا به د واورو او بارانونو شاهد وي.
 
د هوا پېژندنې ادارې له ۱۰ تر ۲۰ ملي متره باران او له ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې واوره اټکل کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړيو کې سختو واورو او اورښتونو کروندګرو ته د ځاني زيان ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اړولي وو.
 


د مطلب کود: 263039

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263039/په-۱۳-ولایتونو-کې-د-واورې-او-باران-امکان

آوا
  https://www.avapress.com