کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران امکان څرګند کړی دی

25 دلو 1401 ساعت 14:43

د هوا پېژندنې ادارې له نن (سه شنبه، دلوې ۲۵) څخه تر سبا چهارشنبه (دلوې ۲۶) په ۱۵ ولایتونو کې د باران او واورو د ورېدو خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د دغه ریاست د اعلامیې له مخې چې نن سه شنبه (دلوې ۲۵) خپره شوه، د بدخشان، نورستان، تخار، کندز، بغلان، پنجشیر، بامیان، سمنګان، غور، سرپل، د سالنګ په ګډون بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات به د باران او واورو شاهد وي.
 
له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې باران او له ۲۰ څخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې واوره اټکل شوې ده.
 
تر دې وړاندې هم د واورې ورېدو له امله د هېواد د يو شمېر ولايتونو او ولسواليو مواصلاتي لارې تړل شوې وې.
 


د مطلب کود: 265490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265490/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۱۵-ولایتونو-کې-باران-امکان-څرګند-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com