کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې او سعودي عربستان په ډنمارک کې قران کریم ته سپکاوی غندلی دی

7 حمل 1402 ساعت 9:27

ترکيې او سعودي عربستان په ډنمارک کې پر قران کريم باندې د کرکې وړ بريد غندلی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روژې په مبارکه میاشت کې دغه اقدام یو ځل بیا په ډاګه کړه چې اسلام فوبیا او تبعیض خطرناک حد ته رسیدلې ده.


آوا: د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی: موږ په ډنمارک کې د قرآن عظیم الشان پر سپیڅلي کتاب او د ترکیې پر بیرغ برید په کلکو ټکو غندو.
 
په دغه اعلاميه کې په دې باندې په تاکيد سره چې د روژې په مبارکه مياشت کښې دغه عمل يو ځل بيا په واضحه توګه وښودله چې اسلام فوبيا او تبعيض خطرناک حد ته رسيدلې ده، په دې باندې په تاکيد سره چې د دغه شان اعمالو تکرار د دې ښکارندويي کوي چې له تيرو وختونو څخه يې څه نه دي زده کړي.
 
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د ډنمارک له چارواکو غوښتي چې د دې کرکې ډک چلند د عاملینو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي او د داسې پارونو کړنو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په ډنمارک کې د قران کریم سپکاوی په کلکه غندلی دی.
 
سعودي عربستان په ډنمارک کې د یوې افراطي ډلې لخوا په کوپنهاګن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو عمل په کلکه وغانده.
 
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: د خبرو اترو، زغم او احترام ارزښتونه باید پیاوړي شي او هر هغه څه چې کرکه او افراطیت ته لمن وهي باید پریږدي.
 
په ډنمارک کې سخت دریځو ډلو پرون په کوپنهاګن کې د ترکیې د سفارت مخې ته قران کریم او د ترکیې بیرغ وسوځاوه.
 
په ډنمارک کې دغې افراطي ډلې د قرآن کريم د بې حرمتۍ په اړه په مستقيم ډول په خپل فيسبوک اکاونټ خپرونه وکړه.
 


د مطلب کود: 267415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267415/ترکیې-او-سعودي-عربستان-په-ډنمارک-کې-قران-کریم-ته-سپکاوی-غندلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com