کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: د اسراییلو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لرو

7 حمل 1402 ساعت 14:27

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په اشغال شوي فلسطین کې د مظاهرو د بې ساري زیاتوالي په غبرګون کې اعلان وکړ چې واشنګټن په تل ابیب کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لري.


آوا: د امریکا حکومت نن (یکشنبه، حمل ۶) په اشغال شوی فلسطین کې له پراخو مظاهرو څخه چې د صهیونیسټی رژیم د دفاع د وزیر یوف ګالانت له ګوښه کولو وروسته ترسره شول د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خوا د دغه رژیم په نیولو اندیښنه څرګنده کړه.
 
د صهیونیسټی رژیم د خبری چینل «I24» د رپوټ له مخې د امریکې د ملی امنیت د شورا ویاند دارین واټسن په یو بیان کښې وویل: مونږ د اسرائیلو د نننی پرمختګونو په اړه ژوره اندېښنه لرو.
 
هغه زیاته کړه چې د متحده ایالاتو ولسمشر "جو بایډن" یوه اونۍ دمخه د نتنیاهو سره په تلیفون کې د قضایي اصلاحاتو د پلان په اړه خبرې وکړې او د "اسرائیل د ډیموکراسۍ ساتلو" په اهمیت یې ټینګار وکړ.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون (یکشنبه، حمل ۶) د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر یواف ګالانت د دغه رژیم د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ. د نتانیاهو د دفاع وزیر د ګوښه کولو له پریکړې وروسته، خبري سرچینو راپور ورکړی چې په نیویارک کې د رژیم قونسل جنرال هم استعفا کړې ده.
 
له دغو پېښو وروسته نن سهار د غاصب رژيم لومړي وزير د ائتلافي ګوندونو د کابينې مشران بېړنۍ غونډې ته راوبلل.
 
صهیونیسټي رسنۍ د لیکود ګوند د چارواکو په حواله راپور ورکوي چې نتانیاهو پلان لري چې ډیر ژر د قضايي اصلاحاتو د پلان د ځنډولو اعلان وکړي.
 
بايد يادونه وشي چې په نيول شويو سيمو کې زرګونه کسانو له څو پرله پسې اونيو راهيسې د بنيامين نتنياهو د قضايي اصلاحاتو پر ضد لاريونونه کړي دي.
 


د مطلب کود: 267465

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267465/امریکا-د-اسراییلو-وضعیت-په-اړه-ژوره-اندیښنه-لرو

آوا
  https://www.avapress.com