کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز کې د اسلامي امارت د ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ نښته؛ لس تنه داعشيان ووژل شول

15 حمل 1402 ساعت 14:31

د نیمروز ولایت سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کښې د اسلامی امارت او داعش ترهګرې ډلې د ځواکونو ترمینځ د نښتې په ترڅ کښې د داعش لس غړی او درې امنیتی ځواکونه وژل شوی دی.


آوا - کابل: دغه نښته تېره شپه (دوشنبه، حمل ۱۴) د زرنج ښار په معصوم آباد کلي کې شوې ده.
 
په نیمروز ولایت کې د داعش ډلې چارواکو ویلي دي چې د دغې ډلې ځواکونو د داعش پر پټنځایونو عملیات کړي دي.
 
د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې، د دواړو لورو تر منځ شاوخوا يو نيم ساعت جګړه روانه وه.
 
تر اوسه د اسلامي امارت ځايي چارواکو د دې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په بلخ ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي.
 
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په کارته نسیم کې د داعش پر پټنځای تصفیوي عملیات کړي دي.
 
په نیمروز او بلخ ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې پرضد عملیات په داسې حال کښې کیږی چې دوه ورځې مخکې د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو مامورینو په بلخ کښې د تبیان په مرکز او د آوا په ښار د حملې په شمول د وروستیو حملو یو عامل نیولی وو.
 


د مطلب کود: 267927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267927/په-نیمروز-کې-د-اسلامي-امارت-ځواکونو-او-داعش-ډلې-ترمنځ-نښته-لس-تنه-داعشيان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com