کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کونړ ولايت څخه د کوچني اختر په مناسبت ٣٠ زره کسانو ليدنه کړي

7 ثور 1402 ساعت 13:28

د کونړ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې د سږ کال د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ٣٠ زره سيلانيانو د دغه ولايت له طبيعي او سياحتي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.


آوا - کابل: د ملي راډیو او ټلویزیون د خبر له مخې، د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د اختر په ورځو کې نږدې ۳۰ زره ګرځندویان چې ډېری یې کورني وو، د دغه ولایت له ښکلي طبیعت څخه لیدنه کړې ده.
 
  دغه چارواکي زیاتوي چې د ښه امنیت ټینګښت د دې لامل شوی چې په کونړ ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د ګرځندویانو شمېر زیات شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال کوچنی اختر په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله په ډاډمنه فضا کې تېر شو. خو په دې ورځو کې په ټول هېواد کې ترافيکي پېښو لسګونه کسان وژلي او ټپيان کړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې کونړ د هېواد په ختيځ زون کې پروت ولايت دى، چې د لوړو غرونو او ښکلي طبيعت له امله د افغانستان په خلکو کې شهرت لري.
 


د مطلب کود: 269055

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269055/د-کونړ-ولايت-څخه-کوچني-اختر-په-مناسبت-٣٠-زره-کسانو-ليدنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com