کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې د طبیعي پېښو د قربانیانو لپاره د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت ښارګوټی جوړ شو

12 ثور 1402 ساعت 13:32

په کونړ ولايت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې د ناروې د کډوالو نړيوالې شورا په دغه ولايت کې د زلزلې او سېلاب ځپلو لپاره د ۱۹ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د استوګنې يوه ځای جوړوي.


آوا - کابل: د کنړ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس ثابت الله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې ددي ځاي چارې بشپړې شوې او مستحقو کورنیو ته وسپارل شوې.
 
له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس زياته کړه، چې په دې هستوګنځي کې څلوېښتو زيانمنو شويو کورنيو ته کورونه جوړ شوي دي.
 
د صبغت الله په وينا، د نړيوالو مرستندويه موسسو په مرسته په دغه ښارګوټي کې د يوه ښوونځي، روغتون او سړک د جوړولو هڅې روانې دي.
 
ځايي اوسېدونکو د ناروې د کډوالو د نړیوالې شورا د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په کونړ ولايت کې د زلزلې او سېلابونو له امله په دغه ولايت کې لسګونو کورنيو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډېر مالي زيانونه يې واړول.
 


د مطلب کود: 269318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269318/په-کونړ-ولایت-کې-د-طبیعي-پېښو-قربانیانو-لپاره-۱۹-میلیونه-ډالرو-لګښت-ښارګوټی-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com