کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکيي ولسمشریز ټاکني پیل شوي

24 ثور 1402 ساعت 10:05

د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې څو شېبې وړاندې په ټول هېواد کې پیل شوې.


آوا: د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رای ورکولو د مرکزونو دروازې څو شیبې مخکې د انتخاباتو د ګټونکي د ټاکلو لپاره پرانیستل شوې دي.
 
په ترکیه کې د نن ورځې په پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې ۶۰ میلیونه ۶۹۷ زره ۸۴۳ کسان د رایې ورکولو وړ دي او ۴ میلیونه ۹۰۴ زره ۶۷۲ کسان به په دې ټاکنو کې د لومړۍ رایې په توګه برخه واخلي.
 
د ترکیې نه بهر ۳ میلیونه ۴۱۶ زره ۹۸ تنو د ټاکنو نه څو ورځې مخکې خپلې رایې کارولي دي. دغه راز ۲۴ ګوندونه او ۱۵۱ خپلواک نوماندان به د ترکیې په پارلمان کې د څوکیو د ګټلو لپاره په دې ټاکنو کې برخه واخلي.
 
رجب طیب اردوغان، کمال کلیسداروغلو او سینان اوغان له یو بل سره سیالي کوي.
 
رجب طیب اردوغان د "جمهوریت" ایتلاف د نوماند په توګه، کمال کلیچدار اوغلو د "ملت" ایتلاف د نوماند په توګه او سینان اوغان د "اتا" ایتلاف د نوماند په توګه به په دې ټاکنو کې سیالي وکړي.
 
د پنجشنبې په ورځ اعلان شو چې محرم انجې له ټاکنیزې سیالۍ څخه وتلی، خو د هغه ګوند (ملمکت) به په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.
 


د مطلب کود: 269983

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269983/د-ترکيي-ولسمشریز-ټاکني-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com