کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې ټولنیزې شبکې فیسبوک، یوټیوب او ټویټر بند شوې

24 ثور 1402 ساعت 12:54

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته د ناکراریو په ترڅ کې په ټول پاکستان کې د موبایل ټیلیفون خدمات بند کړي او فیسبوک، یوټیوب او ټویټر ته یې لاسرسی بند کړی دی.


آوا: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د فیسبوک، یوټیوب او ټویټر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی بند کړی دی.
 
په وروستیو ورځو کې د پاکستان د ګوښه شوي لومړي وزیر له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد بېلابېل ښارونه د عمران خان د پلویانو د مظاهرو ډګر ګرځېدلی او دغه وضعیت د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو تر منځ د سختو نښتو لامل شوی، چې په وینا یې ویل شوي چې لس تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
 
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان نیول شوي او عمران خان ته نږدې کسان په تېره بیا د تحریک انصاف ګوند لوړپوړي چارواکي چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د دغه ګوند دویم مشر "شاه محمود قریشي" هم پکې شامل دي، نیول شوي دي.
 
عمران خان تېره سه شنبه د اداري فساد په قضیه کې ونیول شو او بیا د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سترې محکمې په حکم خوشې شو او اړ شو چې د ضمانت ترلاسه کولو لپاره محکمې ته ولاړ شي.
 
په همدې حال کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر په ضمانت له خوشې کېدو یوه ورځ وروسته د دغه هېواد پر قضایی نظام نیوکه وکړه او ویې ویل: د دې وخت را رسېدلی چې ولس د قضایی نظام پر وړاندې ودریږی.
 


د مطلب کود: 270006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270006/په-پاکستان-کې-ټولنیزې-شبکې-فیسبوک-یوټیوب-او-ټویټر-بند-شوې

آوا
  https://www.avapress.com