کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتین: له اسلامي هېوادونو سره د پراخو سوداګریزو او کلتوري مرستو ته چمتو یو

25 ثور 1402 ساعت 15:31

د روسیې ولسمشر د کازان د څوارلسمې نړیوالې اقتصادي غونډې ګډونوالو ته په یوه پیغام کې وویل، مسکو له اسلامي هېوادونو سره د پراخو سوداګریزو او کلتوري مرستو ته چمتو دی.


آوا: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن دوشنبه د ثور په ۲۵ مه د څوارلسمې نړیوال اقتصادی غونډي ګډونوالو ته په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې مسکو چمتو دی چې د اسلامی هیوادونو سره د سوداګریز او کلتوري مرستو ته چمتو دي.
 
د کرملین ماڼۍ په ویب پاڼه کې د ولادیمیر پوتین په پیغام کې راغلي: اسلامي نړۍ په فعاله توګه د پرمختګ په حال کې ده او د سوداګرۍ، مالیې، نوښت، عملي او ساینسي څیړنو په برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې کړي دي. روسیه له مسلمانو هېوادونو سره پراخو سوداګریزو او کلتوري همکاریو ته چمتو ده، د شته اړیکو پیاوړتیا او د نویو شریکانو موندلو ته چمتو ده، د کرنې او صنعتي همکاریو د پراختیا او د ترانسپورت او ملاتړ د نویو ځنځیرونو په جوړولو کې لېوالتیا لري.
 
پوتین ټینګار وکړ چې روسیه په دودیز ډول له اسلامي هېوادونو سره په دوه اړخیزه بڼه او یا هم د اسلامي همکاریو له سازمان سره د تعامل په چوکاټ کې نږدې او د باور پر بنسټ اړیکې لري.
 
هغه زیاته کړه: دا اړیکې د ملګرتیا، د یو بل د حاکمیت او د تمدن د هویت په درناوي ولاړې دي. موږ د نړیوال قانون پر بنسټ د یو مساوي او څو قطبي نړۍ نظم رامینځته کولو لپاره د ګډې هیلې سره متحد یو. هغه د نړیوالو اړیکو په پراختیا کښې د روسیې د مسلمانانو مهم رول ته هم اشاره وکړه او د دغه شان فورم جوړول یې د ثبوت په توګه وبلل.
 
پوتین وویل: زه باور لرم چې د روسیې او اسلامي نړۍ د ستراتیژیک لید ګروپ او د کازان نړیوال اقتصادي غونډه فعالیتونه به د روسیې او مسلمانو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د متقابل عمل د پیاوړتیا لپاره دوام وکړي او د ګډو پروژو لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.
 
د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، د کازان غونډه د روسیي او اسلامي نړۍ تر منځ د اقتصادي همکاریو اصلي پلیټ فارم دی او موخه یې د سوداګریزو، اقتصادي، ساینسي، تخنیکي او ټولنیزو برخو پیاوړتیا ده.
 
دغه فورم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شو او په ۲۰۲۲ کال کې له ۶۳۰۰ څخه زیاتو ګډونوالو په کې برخه واخیسته.
 


د مطلب کود: 270100

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270100/پوتین-له-اسلامي-هېوادونو-سره-د-پراخو-سوداګریزو-او-کلتوري-مرستو-ته-چمتو-یو

آوا
  https://www.avapress.com