کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوسلو په غونډه کې د اسلامی امارت د چارواکو شتون

24 جوزا 1402 ساعت 13:31

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تمه ده د ناروې د اوسلو په غونډه کې د بېلابېلو وزارتونو استازي ګډون وکړي څو د افغانستان پر پرمختګونو خبرې وکړي.


آوا: د اسلامی امارت  د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې ډلې استازي به د افغانستان لپاره په دې غونډه کې ګډون وکړي.
 
د اسلامی امارت  د بهرنیو چارو وزارت ویلي: چې د اوسلو په غونډه کې به د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب عبدالقهار بلخي، د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب شمس الدین منصور او د دفاع وزارت په استازیتوب روح الله عمر ګډون وکړي.
 
ټاکل شوې د لوېدیځو هېوادونو جګپوړي چارواکي او د افغانستان نورې اړوندې ډلې د جون له ۲۳مې تر ۲۵مې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې سره وګوري، چې د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې وکړي او د اسلامی امارت  د موقت حکومت د ژمنو پر عملي کېدو بیا کتنه وکړي.
 
د اوسلو غونډې ته د نړیوالې ټولنې د وروستي فشار په سترګه کتل کېږي چې د ژمنو د نه عملي کېدو له اندېښنو سره سره د افغانستان له موقت حکومت سره د خبرو د دوام لپاره لارې چارې ومومي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ د دغه هېواد یو پلاوی به په اوسلو کې په دې غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان په چارو کې د امریکا نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی اصف علي درانی هم ورسره دی.
 
د رسنیو په وینا د اوسلو په غونډه کې به د اسلامی امارت  پر استازو سربېره یو شمېر کارپوهان او حتی د افغانستان یو شمېر پخواني سیاسي چارواکي هم برخه واخلي.
 


د مطلب کود: 271733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271733/د-اوسلو-په-غونډه-کې-اسلامی-امارت-چارواکو-شتون

آوا
  https://www.avapress.com