کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سراج الدین حقاني: د بښنې له فرمان څخه د سرغړونې عاملین باید مجازات شي

25 جوزا 1402 ساعت 8:57

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هېواد شمال ته د خپل سفر پر مهال په سمنګان کې د یوې غونډې پر مهال وویل؛ هغه کسان چې د «اسلامي امارت د رهبرۍ» د عمومي بښنې له حکم څخه سرغړونه کوي، د سزا مستحق دي.


آوا - مزار شریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی نن ​​چهارشنبه د جوزا ۲۴ مه په سمنګان ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت د تامینولو، د خلکو لپاره اسانتیا او د هیواد د جوړولو لپاره کار اړين وبلل.
 
حقاني وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ټولنې ستونزې هوارې او د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه: هغه کسان چې د «اسلامي امارت د رهبرۍ» د عمومي بښنې له فرمان څخه سرغړونه کوي، د مجازاتو مستحق دي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد په شمال کې دی او تر دې دمه یې بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفرونه کړي دي.
 


د مطلب کود: 271780

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271780/سراج-الدین-حقاني-د-بښنې-له-فرمان-څخه-سرغړونې-عاملین-باید-مجازات-شي

آوا
  https://www.avapress.com