کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره د اورګاډي پټلۍ جوړوي

5 سرطان 1402 ساعت 15:07

د پاکستان ځینو چارواکو اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو لپاره ۱۵۸ کیلومتره پټلۍ جوړوي.


آوا: د پاکستان د ملي انجینرۍ د خدمتونو د ادارې (نیسپاک) له لوړ پوړو سلاکارانو څخه خرم رحمان اعلان وکړ چې هیواد به یې د کورم په قبایلي سیمه کې د غرونو او خرلاچي سرحدي نقطې ترمنځ ۱۵۸ کیلومتره پټلۍ جوړه کړي.
 
د اورګاډي دغه کرښه به د سکرو د واردولو لپاره ځانګړې شي او د افغانستان د ډبرو سکرو بډایه ولایتونه به بدخشان، تخار او هرات سره ونښلوي.
 
په همدې حال کې تېر کال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد چارواکو ته امر وکړ چې له افغانستانه د ډبرو سکرو د واردولو بهیر چټک کړي څو ارزانه برېښنا تولید کړي او د پاکستان له کورنیو صنعتونو او مصرفوونکو سره مرسته وکړي.
 
پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات په داسې حال کې ګړندۍ کیږي چې دغه هیواد د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی او دغه ارزښتناکه معدن په ځانګړي ډول د بریښنا تولید او د اوسپنې د استخراج په برخو کې د پام وړ کورني مصرف نه لري.
 


د مطلب کود: 272389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272389/پاکستان-له-افغانستان-څخه-د-ډبرو-سکرو-واردولو-لپاره-اورګاډي-پټلۍ-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com