کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران ولسمشر او د هند لومړي وزیر د افغانستان د مسئلې په اړه پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ

4 سنبله 1402 ساعت 8:44

د ایران ولسمشر او د هند لومړي وزیر د بریکس ګروپ د پنځلسمې غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او د ګډو همکاریو په ځانګړي ډول د چابهار بندر پر پراختیا یې ټینګار وکړ.


آوا: د آیت الله سید ابراهیم رئیسی او نریندرا مودی ترمنځ په دغه کتنه کی، چی د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۲مه نیټه د سویلی افریقا په پلازمینه جوهانسبرګ کی ترسره شوه، دواړو لورو موافقه وکړه، چی د زیربنایی همکاریو، په ځانګړې توګه د چابهار بندر چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د هند دروازه ګڼل کېږي.
 
د راډيو دری د خبر له مخې، په دې ليدنه كې رئيسي او مودي د افغانستان په مسايلو، له تروريزم سره د مبارزې او د سيمه ييز اتصال په اړه پر ګډو همکاريو موافقه وکړه.
 
دواړو لورو همداراز د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ.
 
د بريکس ډلې غونډه چې د جنوبي افريقا په کوربه توب جوړه شوې وه، د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر په دوهمه نېټه پای ته ورسېده.
 


د مطلب کود: 275519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275519/د-ایران-ولسمشر-او-هند-لومړي-وزیر-افغانستان-مسئلې-په-اړه-پر-ګډو-همکاریو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com