کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان په مرکز کې د څلورو ولسوالیو لپاره له اهنګران درې څخه د اوبو رسولو پروژې مطالعي پیل شوي

9 سنبله 1402 ساعت 9:03

د باميان سيمه ييز چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له خوا د باميان د مرکز په څلورو ښاري سيمو کې د اوبو رسولو د څېړنې چارې به ډېر ژر پيل شي.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د انجینري ټیم د رئیس په حضور کې د بامیان ولایت د والي په دفتر کې غونډه جوړه شوه ترڅو د بامیان د څلورو ښاري سیمو ته د اوبو رسولو لپاره د څېړنې چارې پیل شي.
 
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې مسئول وویل: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې د انجینرۍ ټیم هڅه کوي چې د بامیان ولایت د مرکز له اهنګران درې څخه د څلورو ښاري سیمو د اوبو د سرچینو سروې وکړي.
 
په ورته وخت کې د بامیانو والي عبدالله سرحدي ویلي چې اسلامي امارت د ټولنې متوازن انکشاف غواړي او د بامیان د محلي حکومت رهبري د خلکو د ستونزو د هواري هڅه کوي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سیند، ښار جوړونې او کور جوړونې ریاست او د بامیان ولایت د ښاروالۍ له خوا د ورکړل شویو لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، دغه پروژه د څه باندې ۵ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له خوا تمویل او پلي کېږي.
 
د يادونې وړ ده چې د اهنګران دره د باميان ولايت ختيځ ته په پنځلس کيلومترۍ کې پرته ده او پاکې اوبه لري چې د باميان په کچه مشهوره ده.
 


د مطلب کود: 275873

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275873/د-بامیان-په-مرکز-کې-څلورو-ولسوالیو-لپاره-له-اهنګران-درې-څخه-اوبو-رسولو-پروژې-مطالعي-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com